امنیت

په هلمندکې د بم د چاودنې له امله د پنځو تنوملکي وګړو وژل کيدل

کابل باختر دکب شپاړلسمه :
په هلمند ولايت کې دبمي چاودنې له امله پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول اوڅه ناڅه نهه تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه نن د جمعې په ورځ دغرمې په دولسو بجو او ديرشو دقيقو د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په ميله بازارکې هغه وخت وشوه چې د سيمې په لسګونو تنه د مالونوپه پلورنې او پيرودنې بوخت وو.
دهلمند د والي ويندوى عمر ځواک باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: بم په يوموټرسايکل کې ځاى پرځاى کړى شوى و.
د هلمند د والي ويندوى وسله وال طالبان ددغه مرګانى بمي بريد مسوول  بولي او وايي چې ددغې پيښې د عاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
په همدې حال کې د هلمند ولايت د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې پيښې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته