کابل باختر د سلواغې اته ويشتمه :
دهېواد ختيځ دننګرهار ولايت يوځل بيا د طالبانو او داعشيانو ترمنځ د جګړو ډګر و .
دغه جګړې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دلعل پورې ولسوالۍ په ځينوسيمو کې رامنځته شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل په دې جګړو کې نهه تنه داعشيان او طالبان ووژل شول .
ده وويل: جګړې په دغو سيمو دواکمني پرسر رامنځته شوي دي .
دوروستيو څو کلونو په بهير کې دهېواد ځينې سيمې دداعشيانو او طالبانو ترمنځ د خونړيو جګړو ډګر و .
دغه جګړې ددې سبب شوي دي چې په سلګونو کورنۍ دخپلو کورونو پريښودو ته اړې شي . ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ