نورستان باختردوري دمياشتې ١٣ :
په نورستان ولايت کې پرون دسولې دعالي شورا سيمه ييز دفتر پرانستل شو.
دنورستان والي تميم نورستاني په پارون ښارکې دسولې دشورا دسيمه ييزدفتر دپرانستلو په مراسمو کې وويل چې دوي به ددغه دفتر په پرانستلو سره له افغان طالبانو سره دخبرو اوپه دي ناارامه ولسوالۍ کې دامنيت دتامينولو په مقصد هڅه اوهاند ته زور ورکړي.
دغه دفتر په نورستان ولايت کې اووه ويشت تنه غړي لري.
دسولې دعالي شورا سيمه ييز دفتر په داسي حال کې په يوختيځ اوله پاکستان سره دګډي پولي لروونکي ولايت کي پرانستل کيږي چې تل دغه ولايت دافغان اوپاکستاني طالبانو دفعاليتونو اوپراخو عملياتو ډگردي