کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢
دوه تنه ماشومان دهرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې په اوبو کې ډوب او ووژل شول .
دهرات ولايت دمرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: يوله دغو دوو تنو څخه دولس کلن ماشوم دى چې تراوسه پورې يې هويت نه دى تثبيت شوى .
په همدې حال کې دڅوارلس کلن تنکي ځوان مړى چې دانجيل ولسوالۍ اوسيدونکى وو دهرات مرکزي روغتون ته ليږدول شوى دى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي درې تنه په هرات کې دنويو ترافيکي پيښې له امله وژل شوي او ٣٦ تنه نور ټپيان شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ