سیاست

د بهرنيو چارو وزارت ويندوى: د ډيورنډ دکر‌ښې په اوږدوکې د خنډق د کيندنې او د اغزن سيمانو د خځولو په باب تحقيق کيږي

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٣ :
دبهرنيو چارو زارت ويندوى وايي چې دپاکستاني پوځيانوله خوا د ډيورنډ دکرښې په اوږدوکې د خنډق د کيندنې او د اغزنوسيمانو د غځولو په باب څيړنې کيږي.
دباخترآژانس دخبرله مخې : دبهرنيو چارو  وزارت ويندوى شکيب مستغني چې  نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه چې دافغانستان دولت دملي امنيت شورا او دکورنيو چارو او دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارتونو ته دنده سپارلې ده چې  دډيورنډ دکرښې په اوږدو کې دخنډق په کيندنې او د اغزنو سيمانو په غځولو پورې د اړوندو خبرونو په باب څيړنې وکړي او دغه کلابندي دې له نږدې وګوري .
دغه راز د بهرنيو چارو وزارت ويندوى د نوى جمهور رييس د لوړې د مراسمو د پرځاى کولو د ځنډيدو په اړوندچې ټاکل شوې وه؛ د نيکمرغه کوچني اختر په پنځمه ورځ پرځاى شي؛  خبرې وکړې او يادونه يې وکړه چې پخوا په دې باب د دوستو هېوادونو دمشرانو په نامه  بلن ليکونه ليږل شوي و، د انتخاباتو  دنتيجوپه اعلامولو اودنوى جمهوررييس دلوړې دمراسمو  دپرځاى کولو دنيټې په ټاکنې سره به دغه بلن ليکونه نوي شي.
د بهرنيو چارو زارت ويندوى دغه راز د غزې په تړانګې  د اسرائيلو د رژيم وروستي بريدونه او د ملکي وګړو وژنه په کلکه وغندله او د دغو بريدونو د دوام په نسبت يې دافغانستان دحکومت او خلکو دکرکې او نفرت مراتب څرګند کړل او د هغو دبندولو غوښتنه يې وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته