ټولنه

جمهوررئیس غني د مرحوم ډاکټرمحمدابراهیم ملکزاده جنازې ته درناوی وکړ

کابل / باختر/ دسلواغې د مياشتې ١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي مرحوم ډاکټر محمد ابراهیم ملکزاده جنازې ته درناوی وکړ.
د جمهوررئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس په شهید محمد داوودخان روغتون کې د مرحوم ډاکټر محمدابراهیم ملکزاده اروا ته د دعا پرمهال وویل، نن سخته ورځ ده، موږ او امنیتي ځواکونه د ډاکټر صاحب ملکزاده په وفات غمجن یوو. د هغه کورنۍ، د غور ولسونو، د ولسي جرګې استازو او د افغانستان خلکو ته د هغه د وفات له امله تسلیت وایم.
جمهوررئیس وویل، مرحوم ملکزاده د پرچمن ولسوالۍ د سقوط د مخنیوي په ګډون په غور ولایت کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې کوښښونه وکړل.
محمداشرف غني څرګنده کړه، هغه د هیواد او خلکو لپاره هر ډول قربانۍ ته حاضر و او په ولسي جرګه کې یې د ملت د واقعي استازي په توګه ملي ګټې وپاللې.
هغه زیاته کړه، د دغه لوی او ژمن انسان شخصیت او خدمتونو ته د درناوي لپاره مې نن سهار هغه ته د لوی پاسوالۍ د رتبې ورکړه لاسلیک کړه.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د مرحوم ډاکټر ملکزاده پر وفات کېدو د خواشیني او غمشریکي د څرګندولو پرمهال وویل، نوموړی ثابت قدم، استوار او خدمتګار انسان او د خپلو خلکو لپاره د اتلولۍ غوره نمونه  وه او  د غور ولایت د نا  امنیو په مخنیوي کې یې مهم رول درلود، فردوس جنت دې یې ځای شي.
ورپسې د مرحوم ډاکټر محمدابراهیم ملکزاده د کورنۍ په استازیتوب علم خان د جمهور رئیس غني، اجرائیه رئیس او ټولو هېوادوالو له خواخوږۍ او غمشریکۍ څخه په مننې وویل، مرحوم ډاکټر ملکزاده  د نظام د بقا او د وطن د سرلوړۍ لپاره هلې ځلې کولې او د ده هرې کړنې او اقدام زموږ لپاره مهم پیغام درلود.
وروسته جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس تر نظامي توپ پورې د مرحوم ډاکټر محمد ابراهیم ملکزاده د جنازې د لېږد مراسموکې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وه او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه.  #
پاى/ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته