امنیت

لس تنه طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل باختر دزمري شپاړلسمه : په فارياب ولايت کې تېره شپه دطالبانو بريد له ماتې سره مخامخ شو. په دې بريد کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ تنه نور ټپيان شول . دباختر آژانس د سيمه ئيز خبريال دخبرله مخې: وسله والو طالبانو د فارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې په امنيتي پوستې بريد وکړ چې د ايثار- ٥په عملياتو کې د شاملو پوځيانو له مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې لس تنه وسله وال طالپان ووژل شول او ٧ تنه نور يې سخت ټپيان شول . خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . د ايثار-٥ عمليات د فارياب ولايت په کچه د ډار اچوونکو له شتون څخه ددغه ولايت تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته