سیاست

د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا ځانګړې غونډه جوړه شوه

کابل / د لیندۍ ۷ مه / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا ځانګړې غونډه، نن ماښام  په ارګ کې جوړه شوه.

باختر آژانس ته د جمهوری ریاست د مطبوعاتی دفتر  د معلوماتو له مخې، د دغې غونډې په لومړۍ برخه کې جمهوررییس غني د جمهوررییس دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رییس سیدیوسف حلیم، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس نادر نادري، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر، د افغانستان د پلټنې ادارې رییسې غزال حارث او د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون مرستیال نعیم حقمل سره په غونډه کې د لوګر په ښوونځیو کې د جنسي ناوړه استفادې د ادعاوو په اړه د ارزونو پر پرمختګونو خبرې وکړې.

په غونډه کې ټینګار وشو چې لویه څارنوالۍ او د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون دې یاده قضیه وارزوي او وڅېړي، همدراز دې یاد بنسټونه په دې اړه راتلونکي اقدامات او اجراات له خلکو سره شریک کړي.

همدارنګه هغې ځانګړې کمېټې چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې د هیواد په ځینو ادارو کې د جنسي ځورونې د ادعاوو د ارزونې په خاطر ګومارل شوې وه، خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.

وروسته د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډې د عدلي او قضايي ادارو د ۱۳۹۹ مالي کال پر بودجه یی لومړیتوبونو او اړتیاوو بحث وکړ.

غونډې د لویې څارنوالۍ د عادي او انکشافي پروژو د اړتیاوو له هغې جملې په مرکز او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ د ادارو د اړتیاوو، زیربناوو جوړولو، د څارنوالانو د مالیاتي او مالي، اقتصادي او مسلکي ظرفیت لوړولو او په دغه اداره کې د رونیزو برنامو د تمویل او مسلکي روزنې انستیتوټ د ملاتړ په موخه پر پیشنهادي طرحې بحث وکړ.

همدارنګه په یاده غونډه کې د عدلیې وزارت د بودجه یی اړتیاوو او لومړیتوبونو، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون او د پلټنې عالي ادارې پر بودجه یی ستونزو هم خبرې وشوې.

جمهوررییس غني په دې اړه وویل: د هیواد د عدلي او قضايي ارګانونو د ۱۳۹۹ مالي کال په بودجه کې دې د دغو ادارو لومړیتوبونه او اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

جمهوررییس وویل: د قانون د حاکمیت ارګانونو د بودجه یی لګښت د لومړیتوبونو څرنګوالی مهم دی چې ملموسې پایلې ترې ولرو. هغه زیاته کړه، د هیواد د عدلي او قضايي ارګانونو زیربناوې یوه ملي برنامه ده او د هغې د پیاوړتیا لپاره دې هڅه وشي چې ددغو بنسټونو د خدمتونو ظرفیت لوړ شي.

د هیواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت او د قضايي او لویې څارنوالۍ د کادرونو د استخدام په برخه کې دې استعجالیت په پام کې ونیول شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته