کابل/ د کب ١٥ مه / باختر
په بلخ کې ډله ييزې رسنۍ د پخوا په شان په نورمال ډول فعاليت لري او اسلامي امارت د هغوی ملاتړ کوي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني د باختراژانس خبريال ته وويل: اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د بيان ازادي او په ټولنيزو مسايلو کې د ګډون حق د هېواد د هر وګړي حق دى او د خلکو افکارو ته درناوى د حکومت دنده ده .
هغه وویل: د اسلامي امارت په واکمنۍ سره په بلخ کې تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ د پخوا په شان فعالې دي او خپلې خپرونې په عادي ډول پرمخ وړي او د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ټولنیزو رسنیو د ملاتړي په توګه تل د رسنیو او خبریالانو ترڅنګ ولاړ دی.
په بلخ کې يو خبريال محمد يعقوب آزاد وايي: په بلخ ولايت کې تصويري، غږيزې او چاپي رسنۍ فعالې دي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له دوى سره همکاري کوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې کومه ستونزه نشته.
\ ذ