خبرونهټولنهTOP

کورنیو چارو وزارت: موټر چلوونکي دې د ترافیکي پېښو مخنیوي قانون او کړنلارو ته پام وکړي

کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په حکم د هېواد په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د کورنیو چارو، عدلیې، ټولګټو او ټرانسپورټ وزارتونو او د ټرانسپورټي شرکتونو د استازو ترمنځ شریکه غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کابینې پر جوړه شوې طرحه بحث وشو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د هر وزارت او اړوندو ادارو د مسوولیتونه وټاکل شول.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ستر پاسوال مولوي ابراهیم صدر د ټرانسپورټې شرکتونو د وړاندیزونو د اورېدلو ترڅنګ په لویو لارو کې ترافیکي اصولو د مراعتولو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي امارت د هېوادوالو مال او ځان ساتنه خپل لومړيتوب ګڼي.
مولوي صدر زیاته کړه، چې ټول ټرانسپورټي شرکتونه او موټر چلوونکي مکلف دي چې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي قانون او کړنلارو ته پام وکړي.
هېره دې نه وي چې د هېواد په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري ځانګړی فرمان هم صادر شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته