کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
دبادغيس په ولايت کې نن ددغه ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته پنځه قلمه لرغونى اثار وسپارل شول .
دقادس ولسوال صالح محمد بيګ دباختراژانس خبريال ته وويل دغه لرغونى اثار ديوه کروندګر له خوا دقادس دولسوالۍ په بويه سيمه کې دځمکې د يوى په وخت کې ترلاسه شوى دى او دبادغيس ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شول .
دبادغيس ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالصبور صبوري وويل په دغو اثارو کې دوه خيټين ديګونه ، دمسو څمڅې ، داوسپنيز څراغ تخت ، يو اوسپنيز څراغ او دچراغ يوه ګودکه شته
ده وويل تراوسه دانه ده څرګنده چې دغه اثار په کومې دورې پورې اړه لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ