فرهنګ

اعلاميه

کابل باخترد تلې اتلسمه :
د رسنيو د عالي شورا اعلاميه
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني په مشرۍ د رسنيو د عالي شورا  په نننۍ غونډه کې دټوليزو رسنيو دکميسيون له قانون سره سم  دټوليزو رسنيو د کميسيون غړي د آزادو انتخاباتو له لارې انتخاب شول .
په هغو انتخاباتوکې چې نن  د رسنيو د عالي شورا له خوا ترسره شول؛ د رسنيو  اووه تنه فعالان د ټوليزورسنيو د کميسيون د غړو په توګه انتخاب شول چې خپلواک صافي، حامدي عبيدي، عالم کوهکن،  جاويده احمدي، ډاکتر علي ياور اکبري، ماري نبرد آئين او نادره رضايي دي.
دغه راز خپلواک صاپي د دريو کلونو لپاره ددغه کميسيون د رييس په توګه انتخاب شو.
دټوليزو رسنيو د کميسيون رييس او غړي به د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني له منظوري وروسته په کار پيل وکړي.
د يادونې وړ ده چې د ټوليزورسنيودکميسيون دقانون له مادو سره سم حامد عبيدي، ماري نبرد آئين او نادرې رضايي د دوو کلونو لپاره د ټوليزو رسنيو د کميسيون غړيتوب ترلاسه کړ او جاويدې احمدي، ډاکترعلي ياور اکبري او عالم کوهکن  د دريو کلونو لپاره د دغه کميسيون غړيتوب ترلاسه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته