امنیت

په روزګان او زابل کې د طالبانو پر سنګرونو بريدونه

کابل/دتلې ٣مه / باختر
په روزګان او زابل کې نن غرمه د طالبانو پرسنګرونو هوايي بريدونه وشول.
  لومړنى رپوټونه څرګندوي چې د هېواد د هوايي پوځ په بريدونوکې ٦ ډار اچوونکي وژل شوي او ٨ نوريې ټپيان شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو قوماندانۍ باختر آژانس ته د خبرپاڼې په استولو سره ويلي دي چې د هېواد د هوايي پوځ په بريدونوکې د زابل په اټغر ولسوالۍ او د روزګان په چورې ولسوالۍ کې د طالبانو څلور پټنځي له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې ويجاړ شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په بريدونوکې د طالبانو په ډلې پورې اړوند شپږ ډار اچوونکي وژل شوي او اته نوريې ټپيان شوي دي .
ختم- عطاالله -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته