سیاست

ډاکټر حمدالله محب د غازي وزیر محمد اکبر خان د دولتي مډال په تفویض ونازول شو

کابل/ باختر د لړم د مياشتې ۱۵ مه
د امریکا په متحده ایالاتوکې د افغانستان د لوی سفیر په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هڅې د غازي وزیر محمد اکبر خان په دولتي مډال تقدیر شوې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
هغه مراسم چې په همدې موخه د لوړ پوړو چارواکو په حضورکې د جمهوري ریاست په چهارچنار ماڼۍ کې پرځاى شوي و، د امریکا له متحده ایالاتو سره د افغانستان د اړیکو د پراخېدو، ژوروالي او خدمتونو د قدردانۍ په پار، ډاکټر حمدالله محب ته د جمهور رییس غني له خوا د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال تفویض شو.
جمهور رییس غني ډاکټر حمدالله محب غښتلی ډیپلماټ یاد کړ او ټینګار يې وکړ، چې نوموموړي په داسې مهال د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو د مناسباتو مسوولیت پر غاړه واخېست چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا موجوده نه وه او هغه د ملي ګټو په درک سره، د اوږدمهاله سیاسي اړیکو بنسټ کېښود.
په همدې حال کې، ډاکټر حمدالله محب د هېواد د جمهور رییس له باور مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې هڅه کوي څو ستاسو د باور په اساس ورسپارل شوي مسوولیتونه ترسره کړي او دا چې ځوان نسل ته مو د خدمت کولو زمینه برابره کړې، د دغه کار قدر داني کوم.
هغه وویل، چې د افغانستان خلکو ته زموږ د خدمت کولو اراده قاطع ده او ستاسو باور موږ ته لا زیات جرئت راکوي چې همداسې مخ ته لاړ شو.
محب د هېواد جمهور رییس ته ډاډ ورکړ چې هوساینې او ارامۍ ته د خلکو د رسېدو لپاره به خپلې هېڅ ډول هڅې ونه سپمبوي.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته