امنیت

د اي اس اي سرتيرې او افسران دداعش په جامو کې په ننګرهار جنګيږي .

کابل باختر دتلي شپږمه :
په ننګرهار ولايت کې په امنيتي پوستو دداعش د ډلې په يرغلګرو کې دپاکستان داستخباراتو په سازمان سرتيري  او افسران هم ګډون لري .
دشنبې په شپه دداعش دتروريستي ډلې په سلګونو غړو په اچين ولسوالۍ کې دپوليسو په پوستو بريدونه وکړل .
په دې پيښه کې دپاکستاني اتباعو په ګډون پنځه ديرش تنه يرغلګر ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول .
دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې يوه سيمه ئيز مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل چې په يرغلګرو کې دپاکستان داستخباراتو  دسازمان يا اي اس اي په لسګونو تنو سرتيرو او آن افسرانو برخه لرله .
ده وويل چې په دغو جګړو کې ځينو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دغه سيمه ئيز مسوول وايي چې په افغانستان په تيره بيا دهيواد په ختيځ کې طالبان او داعش په مستقيم ډول  دپاکستان داستخباراتو دسازمان له خوا رهبري اوسمباليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته