امنیت

ملي امنيت : دلوګر په دولتي تاسيساتو دبريد مخه ونيول شوه.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دلوګر ولايت په دولتي تاسيساتو ديرغليزو او ځانمرګو بريدونو مخه نيولې ده .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلې دي.
دعلي امارتي په نامه د طالبانو ديو قوماندان په پتنځي دملي امنيت د لوى رياست دموظفينو په عملياتو کې چې اوس له داعش سره يوځاى شوى دى دوه ځانمرګى واسکټونه ، يو ارپى جى – ٧ توغندى ويشتوونکى، يوه پيکا او دوه کلاشينکوفونه ترلاسه شوي دي.
تروريستان غوښتل له دغو مهماتو څخه په استفادې سره په لوګر ولايت کې په دولتي تاسيساتو يرغليز او ځانمرګي بريدونه وکړي.
خبرځاى زياته کړه ددغو عملياتو په بهير کې دوه تنه تروريستان هم وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته