امنیت

دپوليسو دوه تنه سرتيري په پکتيا کې دماين په چاودنه کې ټپيان شول

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
په پکتيا ولايت کې دمچلغو بند دوه تنه ساتوونکي دماين په چاودنه کې ټپيان شول .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال  زلمي اورياخيل دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پيښه نن له غرمې مخکې دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  هغه وخت وشوه چې دمچلغو بند ساتوونکو  کله چې  له ساحې  څخه تيريده  په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت او له امله يې دوه تنه پوليسان ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونوله مخې، دپيښې ټپيان دګرديز ښار ملکي روغتون ته وليږدول شول او دروغتون روغتيايي  مسوولينو ددوى روغتيايي حالت مخ په ښه والي بللى دى.
  ديادونې وړ ده چې هغه کسان چې په دې پيښه کې  ټپيان شوي  دي يويې دلوګر ولايت اوبل يې دپکتيا ولايت اوسيدونکى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته