ټولنه

په تخار کې دپنځه ګونو زيږون .

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
په تخار ولايت کې يوې مور  پنځه ماشومان وزيږول .
  دتخار په مرکزي روغتون کې ډاکترانو وويل  چې ددغې ميرمنې  درې ماشومان  دزيږون  په لومړيو شيبو کې  مړه شوه .
ددغوماشومانو  مور حليمه  د کلفګان ولسوالۍ  اوسيدونکې ده  او اوس  دڅلورو بچيانومور ده .
دتخار دمرکزي روغتون يوه مسوول  جميلې فروتن  باختراژانس ته وويل  چې  ددغې ميرمنې  داميدوارۍ په څرنګوالي کې  ستونزه  ددې سبب شوه  چې درې  ماشومان  يې  دزيږون په لومړيو شيبو کې له منځه لاړشي . په افغانستان کې دپنځه ګونو  زيږون  تراوسه پورې  بې سارى دى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته