ټولنه

په څه دپاسه زرو کورنيو غنم وويشل شول

٢٩-کابل باختر  د مرغومي يوولسمه

  په سمنګانو  ولايت کې يو زرو اته سوه بي وزلو کورنيو دنړۍ دخوړو دسازمان له مرستو  څخه ګټه واخسته .

 دسمنګانو ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري داداري رييس رجب علي  يوسفي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، په دې  مرسته کې يو سلو پنځوس ټنه غنم شته چې دبر دره صوف  په ولسوالۍ کې په هري کورنۍ  يو سلو پنځوس کيلوغنم وويشل شول .

 دبر دره صوف ولسوال احمد علي حسيني وويل، دغه توکي  په وړيا ډول  په هغو کورنيو چې دوچکالي له امله زيانمنې شوي دي ويشل  شوي دي اوپه پام کې ده درې  مياشتې وروسته هم له دغو کورنيو سره ورته مرسته وشي .

 دبر دره صوف ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي عيدي محمد چې دغه مرسته يې ترلاسه کړي داخوښي څرګنده  کړه ،او وي ويل ما په لس جريبه ځمکه کې غنم کرلي وو چې دوچکالي  له امله ټول له منځه  لاړل .  د بر دره صوف ولسوال زياته کړه: يوه مياشت مخکې هم په يو زرو اووه سوه تنو بزګرانو اومالدارانو  چې دوچکالي  له امله زيانمن شوي و دکرنې  او اوبو لګولو  وزارت له خوا څه ناڅه څلور سوه اويا ټنه خوراکي توکي ويشل شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته