سیاست

په کابل کې د يوناما د دفتر مسوول د ننګرهار له والي سره وکتل .

کابل باختر دزمري ديرشمه :
په کابل کې د يوناما د سياسي دفتر مسوول چې جلال آبادته يې سفرکړى دى؛ نن دننګرهار له والي سره وکتل .
دجلال آباد له ښار څخه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې:  په کابل کې د يوناما دسياسي دفتر مسوول مارک پوندن د ننګرهار له والي ګل آغاشيرزي سره په کتنه کې له دې امله چې په ننګرهار ولايت کې سوله او امنيت تامين دى؛ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د يوناما اداره هم په دغه ولايت کې د سولې او ثبات د تامينولو په خاطرکار کوي چې د را روان کال دجمهوري رياست انتخابات په ښه توګه او دسولې په فضاکې ترسره شي.
ده زياته کړه: يوناما د هيڅ يو نوماند او يا د سياسي ګوندو او سازمان ملاتړنه کوي.
دغه راز دننګرهار والي ګل آغاشيرزي د يوناما د دفتر مسوول ته وويل چې موږ ستاسو د دفتر او د هغو نورو موسسو له کارکوونکو څخه چې په ننګرهارکې د امنيت د تامينولو په لاره کې کار کوي؛ مننه او قدرداني کوو .
د ننګرهار والي زياته کړه: د سولې هغه کميټه چې د سولي دعالي شورا په چوکاټ کې جوړه شوې ده؛ ښه برياليتوبونه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته