کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
داردو ټيم نن دکابل ښار دفوټبال دلومړي لاس دسياليو ګټونکى شو .
دهيواد دفوټبال فدراسيون دمطبوعاتي مسوول مرتضي دانش باختر آژانس ته وويل : دکابل ښار دلومړي لاس دفوټبال سيالۍ چې له دوو مياشتو راپه دې خوا ددغه ښار د ديارلسو الف ټيمونو ترمنځ دکابل په ورزشي لوبغالۍ کې پيل شوي و، پاى لوبه يې د اردو او د پامير دټيمونه ددغو سياليو پاى لوبې ته لاره وموندله.
په پاى لوبه کې چې نن غرمه ترسره شوه د اردو ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دپاميرټيم ته ماتې ورکړه او ددغو سياليو ګټونکى شو .
دغه راز پاميرټيم دويم مقام وګاټه او د اخلاقو کپ هم دپنجشير دځوانانو ټيم ته ورکړشو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ