نړۍ

يوامريکايي تبعه ونيول شو

واشنګټن د آزادي راديوباختردتلې ٢٧
امريکايي مقاماتو د دغه هيواد يوتبعه په دې تورچې غوښتل ييې يمن ته لاړشي اودعربو په ټا پو وزمه کې د القاعده ملګري شي نيولى دي .
الون زوضيا چې پنځه ديرش کلن دى  په خپلې بيګنا هي ټينګارکوي چې پرون له خپل کور څخه ونيول شو اوله ضمانت پرته توقيف ته وليږدول شو.
دغه امريکايي تبعه په يو بهرني هيواد کې د وژنې دترسره کولو دتوطېې ،له تروريستانو څخه د ملاتړ په خاطر دهلوځلواودعدالت په لاره کې دخنډونو درامنځته کولو په تور نيول شوى دى .
امريکايي مقاماتو په ضيا تور لګولى دى  وروسته له هغه چې پوه شو ترقانوني تعقيب لاندې دى دخپل کمپيوتر هارد  درايف  يې له منځه وړى دى .
امريکايي څارنوال  لوريتالنچ څرګنده کړه ده په امريکا کې په زيږيدو او روزني سره سره ضيا خپل هيواد ته خيانت کړى دى او کوښښ يې کړى دى چې يمن ته سفر وکړي او هلته له القاعده سره يوځاى او د وژنې عمل ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته