کابل باختر د وږي د مياشتې ٩ :
د هلمندولايت په يوه سړک کې دماين د چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ووژل شول .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه چاودنه تيرماښام ددغه ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو فيلدرډوله مسافر وړونکى موټر په سړک کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت .
ځواک وويل ؛ چې دغه موټر له ناوې ولسوالۍ څخه دخانشين ولسوالۍ په لور روان و چې دلارې په اوږدو کې په سړک کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت .
ځواک وويل ؛ په دې پيښه کې ددغه موټر شپږ تنه سپرلۍ ووژلې شوې او درې تنه نور يې ټپيان شول.
وسله وال طالبان تل په دغه ولايت کې په پرله پسې ماتو سره ددغه و لايت په مربوطاتو کې دتروريستي عملونو او دبيګناه ملکي خلکو په وژنې لاس پورې کوي.