امنیت

دنشه يي توکو څلور تنه پلورونکي ونيول شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٦نيټه :
دبادغيس ولايت  مسوولينو وويل ؛ چې دنشه يي توکو څلور تنه پلورونکي يې ددغه ولايت په مرکز قلعه نو ښارکې ونيول.
دبادغيس ولايت  امنيه قوماندان احمدفهيم قايم  دباخترآژانس خبريال ته وويل  ؛ چې دغه کسان  له يوې  زياتې اندازې نشه يي توکو، وسلو او  دوه سوه  افغانيو نغدو پيسو سره دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو له خوا ونيول شول .
ده زياته کړه : يو تن نيول شوى  په ملا نورک مشهور نورمحمد نوميږي  چې په بادغيس او دهغه په ګاونډيو ولايتونو کې  دنشه يي توکو يو سترقاچاق وړونکى دى.
ده وويل ؛ ددغو کسانو دوسيې دزياتو تحقيقاتو په خاطر  عدلي اوقضايي بنسټونو ته سپارل کيږي .
پاى جذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته