امنیت

په خاکريزکې طالبانو ته د سر زيان واوښت

کابل باختر دليندي شلمه :
دقندهار ولايت په مربوطاتوکې پرون د ملي اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د وسله وال طالبانو په ډلې پورې اړوندوکسانو ته دسردروند زيان واوښت.
  دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دغو عملياتوکې چې د قندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دښمن ته د سردروند زيان  واوښت او يوشمېر يې ونيول شول .
ددغوعملياتو په بهيرکې د دښمن پنځه ايکم مخابرې، د وسايطو ضد دوه ويشت ماينونه او يوه اندازه پوځي تجهيزات او وسايل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې: دننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي دفاع وزارت د خاصو قطعاتو د منسوبينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې يو شمېر وسله وال طالبان ووژل شول او د دوو تنو سرګروپانو په ګډون اووه تنه نور يې ونيول شول او د دښمن له شپږ ماينونوسره يې يوتوغندي ويشتونکي، يوه مخابره، يوه تومانچه او نورپوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته