امنیت

دهېواد په جنوب کې دطالبانو دډلې ديوه جګپوړي قوماندان وژل کيدل .

کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه :
دهېواد په جنوب کې دوسله والو طالبانو دډلې  يوه جګپوړي  قوماندان دامريکايي پوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول .
په مولوي مدثر مشهور ملا فدامحمد نن ماسپښين  په داسې حال کې چې په يو قيمتي  موټر سپور و ، په مارجه ولسوالۍ کې دبې پيلوټه  الوتکې په واسطه  بريد وشو اوووژل شو .
دهېواد په جنوب کې  دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې  په دې هوايي بريد کې  مولوى مدثر له  دريو تنوافرادو سره ووژل شو .
ده مولوي مدثر دهېواد په جنوب  په تيره بيا په هلمند ولايت کې دزياترو ډار اچوونکو بريدونو عامل وباله  ، وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته