سیاست

تبصره

 کابل باختر د مرغومې  شلمه :
د سولې  په هره موافقه کې د اساسي قانون رعايتول، د تېرو اتلسو کلونو د لاس  ته راوړنو او د ملي  ارزښتونو ساتنه زموږ دخلکو لپاره سره  کرښه ده .
د باختراژانس مفسر ليکي؛ په دې وروستيو وختو کې يوې خصوصي رسنۍ داسې مطالب  خپاره کړي دي چې ښيي د امريکا او طالبانو  ترمنځ يولړ موافقې  د رامنځته کېدو په حال کې  دي،  د دغې موافقې طرحه د ( رند )  د څيړنيز بنسټ له خواجوړه شوې ده .
  ( رند )  د امريکا يو څيړنيز بنسټ دى  چې د زلمي خليل زاد  په ګډون زياتره امريکايي  سياستوال  او ديپلوماتان  په هغه کې دکار سابقه لري .
سره له دې  چې ( رند) د يوه خپلواک بنسټ  په توګه يادېږي، خو د دغه بنسټ د پاليسۍ جوړونې پروګرام  د امريکايي  پاليسي جوړونکو لپاره ځانګړى ارزښت لري.
( رند )  په افغانستان کې په سياسي قدرت کې د طالبانو د شريکولو او د لنډ مهالې ادارې د رامنځته کولو طرحه وړاندې کړې ده، چې لنډ مهاله اداره  به په خپل وار بايد د اوربند دنافذولو او د اساسي قانون د تعديل لپاره لاس په کار شي.
سره له دې چې  رسنيو د دغې طرحې په رامنځته کولو کې د افغانستان د دولت د ونډې په برخه کې ځينې خبرې لرلې،خو تراوسه پورې رسمي سرچينو د دغې ادعا په باره کې  غبرګون نه دى ښودلى، دغه راز د افغانستان دولت د ( رند )  بنسټ د طرحې په باره کې خپل نظر نه دى څرګند کړى .
  سياسي کارپوهان طرحه کوي چې د ( رند  )  موسسه د امريکايي دولتي چارواکو په وړاندې خاص اعتبار لري .  هرو مرو دغې موسسې له طالبانو سره د امريکا د موافقې په برخه کې نظريې  او د افغانستان په وړاندې  نورې خبرې لرلې  چې اوس يې بهر ته لاره موندلې ده .
دلته د نيوکې  ګوته  لومړى د افغانستان دولت ته متوجه ده، چې ولئ يې ونه کړى شول څو يوه فعاله ديپلوماسي غوره کړي؟ او د افغان بنسټونو نه اغيزمنتوب د نورو لپاره دکار زمينه برابره کړي.
سوله  د افغانانو لپاره ارزښت لري او د هغې ملاتړ کوي، خو د خلکو ټينګار په دې دى چې بايد په دې بهير کې خپلې ګټې د له منځه تللو په خطر کې  احساس نه کړي.
داسمه ده  چې د امريکا دولت او خلک  له جګړې څخه ستړي  شوي دي او د افغانستان له شخړې څخه د وتلو لپاره ځان ته چاره  سنجوي، خو بايد په دې پوه شي چې د افغانستان خلکو  هغوى په خپل هېواد کې  جګړې  ته نه دي رابللى. د افغانستان خلک د بل هر هيواد اوخلکو په نسبت له جګړې  څخه ستړي شوي دي، د نورو په جګړه کې  د افغانستان خلکو قرباني ورکړې  او هېواد يې ويجاړ او په کنډواله بدل شو ى دى.
د افغانستان شخړه بايد په يوه هراړخيزه موافقه او په سيمه يېزه معقوله او رغنده  اجماع کې حل شي، ځکه نه شو کولاى چې د افغانستان جګړه يوه کور‌نۍ ستونزه وبلل شي .
د دې هېواد شخړې له نړيوالو اوسيمه يېزو سياليو سره پيوند خوړلى دى،
  همدا دليل دى چې يوه ورځ طالبان له اسلام اباد څخه بله ورځ له تهران او ابو ظبي څخه کله هم له جدې او بيجينګ  څخه اوکله هم له مسکو او واشنګټن څخه سرپورته کوي او عظمت غوښتنه کوي .
د افغانستان خلک د سولې هره طرحه چې وکولاى شي هېواد ته  سوکالي  او ارامي په سوغات راوړلي  مني او هرکلى  يې کوي، خو نه شي کولاى چې په شاتلوونکې طرحې  ترسره کړي.
د افغانستان دولت په تېرو وختونو کې هم دلنډ مهاله حکومت د رامنځته کولو طرحه رد کړې ده او هغه يې يوه غير اغيزمنه خبره بللې ده .
زموږ خلک په دې باور لري  چې په هر راز احتمالي اړيکه ، غونډه اويا موافقه کې داساسي قانون په ګډون دتېرو اتلسو کلونو له لاس ته راوړنو ساتنه د دوى لپاره يوحتمي کار دى .
د اساسي قانون رعايتول په هر راز غونډه او خبرو کې يوه سره کرښه ده چې له هغې  څخه  سرغړونه د منلو وړ نه ده په داسې حال کې چې دغه قانون دخلکو د رايو له لارې دقدرت لېږدونه موجه بولي او زموږ خلک به لنډ مهالو موافقو ته غاړه کښې نه ږدي . پاىفضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته