اقتصاد

له افغانستان څخه د هند دمرستې دغنمو لومړى کاروان د ايران د چابهار له لارې هېواد ته را ورسيد

کابل باخترلړم د مياشتې ١٠ نيټه  :
  له افغانستان څخه د هند د مرستې د غنمو لومړى کاروان د ايران د چابهار له لارې هېواد ته را ورسيد .
دغه غنم د افغانستان له خلکو سره د هندوستان د پنځلسو زرو ټنو ژمنه شويو غنمو يوه برخه ده.
د افغانستان، ايران او هند مقاماتو هيله څرګنده کړې ده چې د دغو غنمو ليږدونه د دغو دريو هېوادونو د تجارتي اړيکو په لا زياتې پراختيا باندې اغيزه وکړي.
تېرکال افغانستان، هند او ايران  د چابهار درې اړخيز موافقه ليک لاسليک کړ  چې د هغه له مخې افغانستان او هند کولاى شي خپلې تجارتي معاملې د ايران د چابهار بندر له لارې ترسره کړي.
دغه غنم په ګجراد ايالت کې له کندلا بندرڅخه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د ليږدونې په حال کې دي .
هند په راتلوونکو شپږو مياشتوکې د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره  د يوسلو لسو زرو ټنو غنمو د مرستې ژمنه وکړه. دغه غنم ټاکل شوې ده د هېواد په شپږو ولايتونوکې د کرنې او اوبو لګولو وزارت په ستراتيژيکي ګدامونوکې وساتل شي.
د هند صدر اعظم ناريندرامودي په خپل انترنتي پيغام کې د ايران د چابهار بندر له لارې دتجارتي راکړې ورکړې پيل ته په اشارې سره زياته کړه چې دغه پرمختګ به په سيمه ييزو همکاريو او اړيکوکې نوې پاڼه پرانيزي.
له بلې خوا هم د هند د بهرنيو چارو  وزيرې سوشما سواراج په دې وروستيو وختوکې افغانستان د مرستې د غنمو د کاروان د ليږدونې په درشل کې وويل:  موږ د خنډونو د لرې کولو او له خپلو افکارو او جغرافيا څخه داستفادې په موخه  هوايي دهليز پرانست او دا دى د هغه د پراختيا لپاره هڅه او هاند کوو چې سمندري لارې هم پيدا کړو او د يو بل  مرستې ته ورسيږو.
د افغانستان د حکومت مقامات په باور سره وايي چې د چابهار بندر به په سيمه کې سوداګري او ترانزيت پراخ کړي .
د افغانستان پر مخ د ايران د چابهار بندر له پرانستل کيدو څخه يوازې څو مياشتې تيريږي او کرار کرار له نړۍ سره د هېواد تجارتي معاملې زياتوالي مومي. دوى وايي  چې  دغه بندر کولاى شي د جنوبي او مرکزي آسيا د هېوادونو  او آن د اروپايي هېوادونو په اقتصادي انکشاف او پيوستون کې ښه رول ولري او د افغانستان له ودې او سمسورتيا سره مرسته وکړي.
افغانستان په وچې پورې د يوه اړوند هېواد په توګه تل د خپلو ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا د پاکستان ترانزيتي لارو ته اړتيا لري.
پاکستان تل افغانستان ته ترانزيتي ستونزې پيدا کوي، له دې امله افغانستان  په زياترو مواردوکې او د مجبوريت له مخې له هند سره د تجارتي معاملې د ترسره کولو لپاره د هوايي دهليز د جوړولو په ګډون لګښتي لارې تجربه کړې.
کلونه کلونه کيږي چې افغانستان هڅه او هاند کوي چې دغه تړلتيا کمه کړي   او  وايي: د اوسپنې پټلۍ او سمندري لارې د منځنۍ آسيا  هېوادونو او چابهار بندر ته غځيدلې لارې کيداى شي د سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو په يو مهم مرکز بدل شي او له يوې خوا د پاکستان بازارونو او د کراچۍ بندر ته  د افغانستان د اړتياوو  پيټى کم کړي او له بله پلوه له اقتصادي سمسورتيا او له نړۍ سره د دغه هېواد تجارتې راکړې ورکړې سمون ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته