کابل / د مرغومي / ۲۳ / باختر
په فراه کې ۴۳ تنه پرون په دغه ولایت کې د غضنفر روغتیايي علومو له څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه ، د فراه د عامې روغتیا ریاست سرپرست او د دغه ولایت د اسلامي امارت یو شمېر مسوولینو او د فارغانو په لسګونوتنو خپلوانوګډون کړې و.
د بریا د روغتیايي علومو د انیستیتوت مسوول او د دغه ولایت د غضنفردولتي انستیتوت آمرډاکترمهتاب الدین وویل : د ښځو او نارینه ووله څانګوڅخه ۴۳ تنه نجونې او هلکان په فراه کې د غضنفرله روغتيايي علوموڅخه د فارمسي او نرس له څانګوڅخه له درې کاله زده کړې وروسته فارغ شول.
هغه وویل چې نن په هېواد کې د نرسونوشمېرد سیمه يیزو هېوادونو په نسبت لږ فعالیت کوي او هلې ځلې دوام لري چې په دې برخه کې فعالیت زیات شي.
په پای کې د اسلامي امارت یوشمېرمسوولینو دغو فارغانوته د مبارکي په ویلوسره له دوی څخه وغوښتل چې هرځای کې چې دوی ته د کارزمینه برابرېږي ډډه ونه کړي.
دوی زیاته کړه چې په هېواد کې د نرسانو لپاره هیڅ امنیتي ګواښونه شتون نه لري ، نود دغې څانګې هرفارغ په ډاډه زره سره کولای شي طبي فعالیت ولري.
ع