امنیت

په تورخم بندر کې دوسله والو طالبانو دچاوديدونکو توکو کشف .

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
دهيواد په ختيځ تورخم بندرکې دوسله والو طالبانو يوه اندازه چاوديدونکي توکي کشف شول.
له دغه انډې څخه په لسګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي. دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه چاوديدونکي توکي په پاکستان کې بار شوي وو او ټاکل شوې وه د جلال آباد ښارته وليږدول شي.
ده تاييده کړه چې دغه چاوديدونکي توکي دوسله والو طالبانو په تروريستي ډلې پورې اړوندو دي.
ويل کيږي چې ددغو چاوديدونکو توکو په اړوند يو تن نيول شوى دى .
ديوبل خبرله مخې : د داعش د ډلې درې تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دپوليسو سرتيرو په ډزو کې ووژل شول.په دغو داعشيانو د ډيورند کرښې ته څيرمه کله يې چې غوښتل پاکستان ته وتښتي بريد وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته