ټولنه

دکارګر نړيواله ورځ په باميانو کې ونمانځل شوه .

کابل باختر د ثور   ١٢:
دافغانستان دکارګرانو ملي اتحاديې ( امکا) پرون په باميانو ښار کې ديوې غونډې په ترڅ کې دکارګر نړيواله ورځ ونمانځله .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دباميانو والي  وويل چې دملي وحدت دحکومت  او په تيره بيا دجمهور رييس  پاليسي  داده  چې وزارتونه دکار په رامنځته کولو سره  ټولو ماهرو او غير ماهرو کارګرانو ته په تيره بيا  دباميانو ولايت  په لرو پرتو سيمو کې دکار په رامنځته کولو اقدام وکړي .
دباميانو والي زياته کړه چې دفوايد عامې او دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارتونو سږ کال  په باميانو کې  زيات پروګرامونه ترلاس لاندې لري .
په دې غونډه کې  دافغانستان  دکارګرانو دملي اتحاديې پيغام  ولوستل شو . چې په هغه کې  دملي وحدت  له حکومت څخه غوښتل شوي دي چې وزګارو کسانو ته دکار زمينه برابره شي  او په هېواد کې  بې وزلۍ له منځه يوسي ، معاشونه زيات شي  او لږ ترلږه  عادلانه معاش وټاکل شي . او سرپناه جوړه شي .
دغونډې په پاى کې  دباميانو والي او ددغه ولايت  ددولتي ادارو رييسانو ته دستاينې لوحې ورکړ شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته