نړۍ

دسايبري او دځانګړو ځواکونو دتوان دپياوړتيا لپاره دبريتانيا دحکومت په ملياردونو ډالره لګښت .

لندن  باختر د لړم شپږ ويشتمه :
دبريتانيا صدراعظم ديويد کامرون تيره شپه وويل چې له تروريستي ګواښونوسره دمقابلې  په موخه دوه مليارده پونډه اضافي پيسې دنويو پوځي تجهيزاتو او وسلو دپيرودنې په ګډون ددغه هيواد دامنيتي ځواکونو او په تيره بيا د اس اي اس دپياوړتيا په لاره کې لګوي .
باختر آژانس دبهرنيو خبر ځايونو له خولې خبر راکړ :کامرون په ترکيه کې د جي ٢٠ دډلې له غونډې  څخه له ستنيدو وروسته  په سټي لندن کې ديوې وينا په ترڅ کي زياته کړه چې دغه دوه مليارده پوڼده به دبې پيلوټه الوتکو اودداسي پوځي الوتکو چې دځمکنيو بريدونو قدرت ولري او دهليکوپټرونو او دمحافظتي او ارتباطي  تجهيزاتو  دپيرودنې په برخه کې دبريتانيا دامنيتي او دځانګړو ځواکونو دپياوړتيا په موخه ولګول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته