سیاست

دعالي شورا نوى غړى قضاوتپال برات علي متين د سترې محکمې د عالي شورا غړو او د مرکزي ادارو رييسانو ته معرفي شو

کابلباختر د ميزان١٦
دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات نن له غرمې مخکې دسترې محکمې په مقرکې دسترې محکمې دعالي شورا نوى غړى قضاوتپال برات علي متين چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رئيس په وړاندې د لوړې مراسم  پرځاى  کړي  دي د سترې  محکمې د عالي شورا غړو او د مرکزي  ادارو رييسانو ته  معرفي کړ.
په پيل کي قاضي القضات دمتين د کاري سابقې ،زده کړې اوعلميت په باب خبرې وکړې اودسترې محکمې دغړي د با ارزښته دندې په پرمخ بيولو کې يې ده ته د الله (ج)  له دربار څڅه دبرياليتوب هيله وکړه .
قاضي القضات دغه راز دسترې محکمې دغړي قضاوتپوه ضامن علي بهسودي د٣٥ کلن خدمتونه چې په دې وروستيو کې دندې يې پاى  ته  رسيدلي دي دقدروړ وبلل اودهغه دصداقت اوپاکي دستاينې په ترڅ کې يې د هيواد په قضايي نظام کې دده خدمتو نه نه هيريدونکي وبلل او هغه ته يې دروغتيا اوعافيت هيله وکړه .
وروسته د سترې محکمې غړي برات علي متين دهغه ستر باور له امله چې د جمهوري  رياست عالي مقام په ده باندې کړى دى مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې خپلې دندې به  دقاضي القضات په مشرۍ دسترې محکمې دعالي شورا دلارښونو په رڼا کې دقانون اودشريعت دحکمونو د تامين اوتطبيق په لاره کې په صادقانه او مخلصانه ډول  ترسره کړي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته