ټولنه

په غور کې دلسو کيلومترو په اوږدوالي سړک پخېږي

کابل باختر دثور ٣٠مه :
دغور ولايت  په مربوطاتو کې دلسو کيلومترو په اوږدوالي دسړک دجوړولو او پخولو کار نن په رسمي ډول پيل شو .
ددغه سړک دجوړلو اوپخولو دکار دپرانستلو په مراسمو کې  چې دغور والي هم شتون درلود ددغه ولايت دفوايد عامې رييس انجنير عبدالمجيد  صميم باختراژانس ته وويل دلسو کيلومترو په اوږدوالي او ديوولسو مترو په سور  دغه سړک چې په تګلوري کې يې پلونه اوپلګوټي  هم شته ددولت له بودجې څخه دڅه دپاسه يو ملياردو درې سوه مليونو افغانيو په لګښت دنويد نوري ، سالم بګرام اودتابش دساختماني شرکتونو په واسطه په څلورويشتو مياشتو کې جوړېږي .
ويل کېږي چې دغه پروژه دغور ولايت ديو شمير اوسيدونکو لپاره کاري  فرصتونه برابروي .
  ختم-عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته