سیاست

دسترې محکمې رئيس داروپا داتحاديې له سفير سره وکتل

کابل باختر دزمري د مياشتې ٦ :دسترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې مخکې  دخپل کار په دفتر کې  په کابل کې داروپا داتحاديې له سفير ښاغلي فرانس ميخائيل مليبين  سره وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په پيل کې ښاغلي ميلبين  له  اداري فساد سره دمبارزې  دعدلي اوقضايي مرکز  د جوړولو په برخه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس   دوروستي فرمان هرکلى وکړ او زياته يې کړه چې دا کار ددې  فرصت او امکان برابروي  چې   ټول عدلي اوقضايي بنسټونه له يوبل سره په نږدې همغږۍ او همکارۍ کې داداري فساد له امله رامنځته شوې قضيې په  جدي توګه وڅيړي  اوپه دې برخه کې ملي او نړيوالې انديښنې کمې کړي.
ده دغه راز زياته کړه چې  د اروپا اتحاديه ددغه اقدام ملاتړ کوي او ددغه مرکز عملي فعاليت غواړي.
وروسته دسترې محکمې رئيس په خبرو کې وويل :  چې دافغانستان اسلامي
جمهوريت ددغې   خندونکې پديدې  د زيانونو او تاوانونو  په نسبت ملي او
نړيوالو انديښنوته په پاملرنې سره   موضوع  ته  په کاري   لومړيتوب  کې   ځاى ورکړ اوله اداري فسادسره دمبارزې   دعدلي اوقضايي مرکز د جوړولو تصميم يې ونيوه چې  له داري فساد سره د مبارزې په کار کې د ټولو کشفي ، څيړنيزو اوقضايي بنسټونو فعاليت يو خيل شي .
د سترې محکمې رئيس دغه راز  زياته کړه :  دجمهوري رياست دفرمان په صادريدو سره ، سترې محکمې  دعدلي  اوقضايي مرکز له اداري فساد سره دمبارزې دابتدائيه اواستيناف محکمو موضوعي صلاحيتونه  دقضائيه قوې دتشکيل اوصلاحيت له قانون سره سم تشخيص کړل او دغه راز ددغه مرکز دقاضيانو دټاکنې  او ځاى پرځاى کولو په موخه يې  دقاضيانو دټاکنې او تزکيې طرزالعمل تصويب کړ .
په دې مانا چې   دمرکز دعملي فعاليت په خاطر ټول عملي اقدامات اجرا شي او ټاکل شوې ده  فعاليت يې   دهغه دمسوولينو دټاکنې   دمنظورۍ په باب د جمهوري رياست دعالي مقام  دفرمان له صادريدو وروسته پيل شي  .
دسترې محکمې رئيس  دقانون دواکمنۍ اوله اداري فساد سره دمبارزې  دعالي شورا په باب داروپا داتحاديې  دسفير  علاقمندۍ  ته په پاملرنې سره  چې دجمهوري رياست دعالي مقام له خوا  جوړه شوې ده اوپه سرکې يې  جمهور رئيس دى  .زياته کړه چې عملي فعاليت يې   په  راتلوونکو دوو  ورځو کې دشورا په  لومړۍ غونډه کې دکاري عمل دپروګرام په تصويب سره پيليږي  چې رول يې دقانون دواکمنۍ  او دعدالت دتامينولو په برخه کې ګټور او اغيزمن بلل کيږي.
دسترې محکمې رئيس دکتنې په پاى کې  داروپا داتحاديې له سفير څخه وغوښتل چې  له اداري فسادسره دمبارزې  له عدلي اوقضايي مرکز سره په ملاتړ کې دنړيوالې ټولنې مرستې همغږې کړي چې مرکز وکولاى شي  دمادي  ، تخنيکي  او تجهيزاتي  اړتياو په لرې کولوسره خپلې دندې په لازيات ښه والي   او اغيزمنتوب سره ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته