امنیت

جنرال دانفورد: ناټو کولى شي خپل تجهيزات له افغانستان څخه وليږدوي

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
يوه امريکايي جنرال ويلي دي: که چيرې روسي مقامات د دغه هيواد له لارې له افغانستان څخه د ناټو دپوځي تجهيزاتو دليږدونې مخه ونيسي، ناټو کولى شي له نورو لارو د خپلو تجهيزاتو په ليږدونې لاس پورې کړي.
باخترآژانس د نړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ:
جنرال دانفورد په دې وروستيو وختوکې ويلي دي: که چيرې روسي مقامات ددغه هيواد له لارې د ناتو د پوځي تجهيزاتو د ليږدونې مخه ونيسي؛ ناټو کولى شي خپل پوځي تجهيزات له نورو لارو له افغانستان څخه وليږدوي.
د اوکراين له بحران وروسته د روسيې او ناټو ترمنځ اړيکې ترينګل شوي دي او ناټو په دې وروستيو وختوکې اعلام کړى دى:  که چيرې روسيه خپل پوځيان دکريميا  له ټاپوڅخه ونه باسي؛ د روسيې پرخلاف به بنديزونه ولګوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته