ټولنه

په بيوزلو ښځو غوړي وويشل شول

کابلباختردميزان ٤
په ميدان وردګو ولايت کې په درې سوه بې وزلو او بې سرپرستو ميرمنو باندې غوړي وويشل شول.
دغه مرسته دميدان وردګو ولايت د ښځو د چارو د رياست د سروې له مخې د افغاني سرې مياشتې د ادارې له خوا شوې ده.
دميدان وردګو ولايت د ښځو د چارو رئيسې وحيدې شکلي باخترآژانس ته وويل: په دې دوره کې په هرې بيوزلې او بې سرپرستې ښځې دوه ډبلي غوړي ويشل شوي دي.
دې وويل: دغه درې سوه ښځې د دوى د سروې له مخې: د مرستې وړپيژندل شوې دي.
په همدې حال کې د افغاني سرې مياشتې د ټولنې يومسول وايي: دوى به په ميدان وردګو کې بيوزلو او بې سرپرستو ښځو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته