امنیت

دجلال آبادپه ښارکې مرګانۍ بمي بريد

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه :
دختيځ زون دبشر دحقوقو دکميسيون رييسه له يوه ناوړه قصد څخه روغه رمټه پاتې شوه .
دختيځ زون دبشر دحقوقو دکميسيون درييس  صبريناحميدي دسپرلۍ  موټر نن سهار دجلال اباد ښار  دڅلورمې  ناحيې په ساحه کې  په واټ کې په ښخ کړى شوي  ماين  وخوت خو خپله روغه ده .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين  مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغه ماين دچاودنې له امله  دصبرينا دوه تنه ساتوونکي  وژل شوي او دوه تنه  نور ساتوونکي يې ټپيان شوي دي .
خبرځاى زياته کړه دوه تنه ټپي ساتوونکي دامنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته ليږدول شوي او د يوتن ټپي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته