کابل / د زمري ۲۲مه / باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه په لغمان کې له افغان ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول.
د ٢٠١سېلاب قول اردو وياند شېرآقا امانزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د لغمان د مرکز مهترلام ښار په مربوطاتوکې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په دغو جګړو کې شپږ نور طالبان ټپيان شول.
ختم-ج-ا