امنیت

داردوپه يوه پوځي داعدام حکم چې خپل څلور تنه ملګري يې په هرات کې وژلي و

کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
په هرات ولايت کې دظفر قول اردو يو پوځي دنظامي محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.
  په دغه پوځي  تور لګول شوى دى چې خپل څلور تنه ملګري يې په يوه غير جنګي پيښه کې وژلي دي .
تورن دظفر  قول اردو دابتدائيه محکمې په يوه قضايي  غونډه کې چې دقضاوت پال  بريد جنرال عبدالواسع په مشرۍ جوړه شوه مجازات شو .
دهغو معلوماتو له مخې  چې دظفر قول اردو دعامه چارو دامريت له خوا دباختراژانس په واک کې ورکړى شوي دي؛ تورن په صاحب زاده شهرت لري .
دى د همدغې  قول اردو دڅلورو تنو پرسونل دقصدي وژنې په جرم دقضايي هيئت  له خوادرايو په اتفاق  په ډيرو سختومجازاتو يعنې اعدام محکوم شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته