کابل باختر د تلې اوومه :
دديارلسو مليونو افغانيو په ارزښت افغان فلم رياست ته وسايل او تجهيزات پيرودل کيږي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې :دافغان فلم رييس محمد ابراهيم عارفي ددغو وسيالو دتسليمولو په وخت کې وويل :داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددغه وزارت له بودجې څخه دديارلسو مليونو افغانيو په ارزښت دغه رياست ته وسايل او تجهيزات وپيرودل .
ده زياته کړه :له دغو وسايلو څخه به دسريال فلم دتوليدولو لپاره کار واخيستل شي
عارفي څرګنده کړه : په سلوکې نوي دغه وسايل موږ ته رسيدلي او په سلوکې لس نور به يې دزيات حجم له امله تر نورو لسو ورځو پورې راورسيږي .
خبرځاى وويل :پيرودل شوي تجهيزات ددغه رياست اړتيا په سلو کې شل پوره کوي.
ده زياته کړه : ددغه رياست دنورو اړتياو دلرې کولو لپاره پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو ته اړتيا ده .
2 1 دقیقه لوستل