نړۍ

دفلپين په اوبو کې په سلګونو تنه بيدرکه شول .

مانيلا جيونيوز باختر دزمري  شپږ ويشتمه :

  په فلپين کې د يوې بيړۍ د ډوبيدو له امله څه ناڅه شپږ ويشت تنه  و وژل شول او کابو درې سوه تنه نور بيدرکه شوي دي .

 د باخترآژانس دخبر له مخې :   د ژغورنې ټيمونه په هليکوپترونو اوکوچنيو بيړيو سره د بيدرکه شويو کسانو په لټه کې دي او تراوسه پورې د شپږ ويشتو تنو مړينه تاييد شوې ده .

 دغې مسافر وړونکې بيړۍ اته سوه اويا تنه سپرلۍ او عمله لرله او تيره شپه دکيبو

بندري ښارته څيرمه  اوبو کې له يوې  بلې بيړې سره  له ټکر وروسته ډوبه  شوه .

 د فلپين  دساحلي ګارد  دقوماندانۍ مرستيال دفرانسې  خبري اژانس ته وويل،  چې  تر نن سهاره  پورې پنځه سوه  دوه اويا  تنه ژغور ل شوي دي  ، دوه سوه څلور اويا تنه بيدرکه  دي او شپږ ويشت مړي ترلاسه شوي دي  .

 دبيړۍ  په سپرليو کې پنځه پنځوس تنه ماشومان شامل وو،  تراوسه پورې دا نه ده روښانه شوې چې څومره  يې  ژغورل شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته