اقتصاد

افغانستان د اوسپنې دپټلى د نړيوال سازمان غړيتوب ترلاسه کړل

کابل باختر دمرغومي اتمه :
افغانستان په داسې حال کې چې د اوسپنې دپټلى دنړيوال سازمان غړيتوب ترلاسه کړى دى.
د فوايدعامې وزير وايي: هلې ځلې روانې دي چې افغانستان د اوسپنې د پټليو له نورو معتبرو نړيوالو سامانونو سره هم اړيکې تامين کړي چې هغوى په همکارۍ په هيوادکې د اوسپنې د پټلى په جوړولو او پراختياکې کار واخيستل شي.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه ټکى د فوايد عامې وزيرانجنيرنجيب الله اوژن نن په يوه خبري کنفرانس کې څرګندکړ او زياته يې کړه: هغه ستره اړتيا  چې افغانستان د اوسپنې پټلى ته لرله؛ په نړيواله کنفرانسونوکې په ګډون او د هيواد، سيمې او له افغانستان سره بهر د نورو سيمو د ستراتيژيکي ارزښت او خوشبيني بيانول د دې سبب شول چې زموږ هيواد د (UIC) په ګډون چې يوستر نړيوال سازمان دى؛ د اوسپنې دپټلى د نړيوالو سازمانونو غړيتوب ترلاسه کړى او هلې ځلې دوام لري چې افغانستان د نړۍ د اورګادى د سازمان په غړيتوب کې هم شامل شي.
دفوايدعامې وزيرله دغوسازمانونو سره د افغانستان د پيوستون ښيګڼې بيان کړې او ويې ويل: دافغانستان داوسپنې پټلى اداره دې ته اړتيا لري چې دچارودښه سمون اوهمغږۍ په خاطرپه تيره بيا په تخنيکي، سروې او د ودانيو د ډيزاين، ګټې اخستنې او د اوسپنې پټلى دڅارنې اوله افغانستان سره د دغوسازمانونو د مرستو او ملاتړ د جلبولو په خاطر د دغو سازمانونو غړيتوب ترلاسه کړي.
په دغوسازمانونوکې غړيتوب افغانستان په دې بريالي کوي چې د پرمختيا او سوداګرۍ  لپاره هڅه او هاند وکړي اوله  نړيوالو معيارونو سره سم فعاليت وکړي .
دفوايدعامې وزير وويل چې همدا اوس په افغانستان کې اوياکيلومتره د اوسپنې پټلى شته او په پام کې ده چې د اوسپنې پټلى د نړيوالو سازمانونو او د دوستو هيوادونو په  همکارۍ پنځه زره شپږ سوه کيلومتره د اوسپنې پټلى جوړې  شي .
دغه راز نجيب الله اوژن دخصوصي سکټور او د دولتي  ادارو د ليږدونکو وسايطو په زيات بار د لوړ توناژ په اړوند ددغه وزارت له خوا د نيول شويو تدبيرونو په باب چې دافغانستان  په سلوکې دڅه دپاسه نوي سړکونو د ويجاړيدو سبب شوي دي؛ وويل چې پخوا دغه وزارت دافغانستان په لويو لارو  او سترو ښارونو کې ټلي  درولي وي چې دغه وزارت په هغو واکمنۍ نه لرله او هيڅ ګټه يې ونه کړه او په لويو لاروکې د ورځ په ورځ زياتيدونکو سرغړونو او په غير قانوني ډول د پيسو داخستلو سبب شوى و.
دغه وزارت نويو وسايلو او دګرځنده تلو په واردولوسره چې له لرې واټن څخه  کنترول اوڅارل کيږي؛ هلې ځلې کوي چې دغه ستونزه پاى ته ورسوي او تراوسه پورې دوه دغه  گرځنده تلې د فوايدعامې وزارت په واک کې دي چې دغه تلې په هر ځاى کې کولاي شي اصافه بار تشخيص کړي او له هغوى څخه د استفادې کار به د راتلوونکى کال د ورې تر مياشتې پورې پيل شي.
ده زياته کړه چې د سرغړونو او په غير قانوني ډول د پيسو د اخيستلو د مخنيوي په خاطر يوه مقرره تنظيم شوې ده. دتصويب په صورت کې يې په لوړ توناژ د درندوجرمونو سيستم په پام کې نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته