فرهنګ

د بودا مجسمې د بيا رغاونې تخنيکي کميټې غونډه وکړه

کابل باختر دسلواغې ٣٠ نيټه :
دبودا مجسمې د بيارغاونې  د تخنيکي  کميټې لومړۍ غونډه  نن   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د فرهنګي معين او سرپرست محمدرسول باوري په مشرۍ  جوړه شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛په دې غونډه کې  لومړى   دتاريخي آبداتو   دساتنې اوترميمولو رئيس عبدالاحد عباسي په باميانو کې د بودا مجسمو  د ترميماتي کار په باب رڼا واچوله.
په همدې حال کې پوهاند محمدرسول باوري په دې غونډه کې وويل چې، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د موجودو امکاناتو په چوکاټ  او د يونسکو په همکارۍ د تاريخي آبداتو او آثارو په تېره بيا  په باميانو کې د بودا مجسمو  دپاتې شونو د ساتنې او بيارغاونې په لاره کې يولړ کارونه ترسره کړي دي .
دغونډې برخه والو دبودا دمجسمو دبيارغاونې په باب خپلې نظريې وړاندې کړې  .
دغه راز د يونسکو استازي  د افغانستان د تاريخي  اولرغونو آثارو  او آبداتو په ساتنه کې د دغه سازمان د همکارۍ  يادونه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  سرپرست  دبودا مجسمو دبيارغاونې د تخنيکي کميټې له غړو څخه وغوښتل چې   په راتلوونکې غونډه کې دې په دې باب  خپلې توحيدي نظريې وړاندې کړي څو دبودا د ٣٨ متره مجسمې  دبيا رغاونې په مقصد  پروګرام جوړ شي. پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته