امنیت

هغه وسله وال طالب ونيول شو چې په فراه کې يې دافغان ځواکونودترور مسووليت په غاړه درلود

٧-کابل باختردزمري دمياشتي ١٢ :
هغه سړي چې ويل کيږي دفراه په ځينو سيمو کې دافغان ځواکونو دترور مسووليت په غاړه درلود پرون دپوليسو له  خوا ونيول شو.
ملا مولاداد کله چې  دفراه ولايت په عمومي واټ کې په افغان سرتيرو دبريد نيت درلود ونيول شو.
دفراه ولايت دامنيه قوماندانۍ دامنيت آمر محمدغوث مليار باختراژانس ته وويل  چې دوسله والوطالبانو دډلې دغه ترورست په داسې حال کې چې  ځان يې  افغان ځواکونو ته نږدي کاوه نيول شوى دى.
ويل کيږي چې ملامولاداد دفراه ولايت په بيلابيلوسيمو کې دافغان ځواکونو دترور مسووليت په غاړه درلود.
مليار وايي چې له ملامولاداد څخه يو چينايي کلاشينکوف ترلاسه شوى دى.
دغه راز  په يوه بله پيښه کې دوه تنه جګړه مارطالبان  په فراه ولايت کې دپوليسو دګزمې دبريد په بهيرکې ونيول شول.
دامنيتي مسوولينو  دڅرگندونوله مخې له دغو جګړه مارانو څخه دوه سپکې وسلې اويوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته