ټولنه

په پروان کې مصيبت ځپلو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل/ د سلواغې ١٧ مه/ باختر
په پروان کې پرون پر څه دپاسه زرو کورنيو غنم ووېشل شول.
د پروان ولايت د مطبوعاتي دفتر يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کورنۍ د غوربند درې په سياه ګرد ولسوالۍ کې د واورې د وروستيو اورښتونو او سېلاونو له امله زيانمن شوې دې.
هغه وويل چې د دغو مرستو د وېش په وخت کې د پروان والي او په ولايتي شورا او ملي شورا کې د خلکو يوشمېر استازي حاضر وو.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته