اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې دوه ډالره کمښت راغلى دى

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢
په نړيوالو بازارونوکې د تېرې ورځ په نسبت د يو انس سره زر په بيه کې دوه ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالو بازارونوکې تېرې ورځ يو انس سره زر په ١٢٠٣ ډالره وړاندې کيده، خو نن ١٢٠١ ډالره وړاندې کيږي.
دپښتنى بانک د سرو زرو يو تن پلورونکى قاهرخان ددغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زر دکابل په بازارونوکې په ٢٤٠٠ افغانيو،کويټي٢٣٥٠افغانيو،سينګاپوري٢٣٠٠افغانيو،بهريني٢٠٥٠افغانيو، عربي په ٢٠٠٠ افغانيو، ايراني په ١٦٠٠ او يو ګرام روسي سره زر په ١٥٠٠ افغانيو وړاندې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته