
کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
دفراه ولايت دطبيعي شاتو په ستر توليدونکى ولايت بدل شو او دغه صنعت له لوړ کيفيت څخه هم برخمن دى .
دفراه ولايت دکرنې رييس عبدالمنان متين باختراژانس ته وويل: سږ کال تراوسه پورې په دغه ولايت کې زرکيلوګرامه شات توليد شوى دى خو په يقين سره به ددغه محصول دتوليد کچه زياته لوړه شي .
دى وايي دهېواد دنورو ولايتونو په پرتله دفراه شات ښه کيفيت لري .
دمتين دڅرګندونوله مخې که چيرې په دغه ولايت کې دمسوولينو او دبيلابيلو مرکزونو له خوا دشاتو د توليدونکو ملاتړ وشي دتوليداتو کچه به لوړه شي .
په همدې حال کې دهېواد دکرنې وزارت معين عبدالقدير جواد وويل: دفراه ولايت دکرنې حالت دښه والي په خاطر دکرنې دوزارت له خوا ځانګړې پاملرنه شوې ده .
ده په فراه ولايت کې دکرنې داصلاح شويو تخمونو دويشلو، دګلخانو دجوړولو ، دکرنې د افتونو ددرملو ، دپيازود تخم او دشيدو دوزو ويشلو ته هم اشاره وکړه .
ديادونې وړ ده چې دطبيعي شاتو تر څنګ دفراه ولايت دخټکيو ، هندوانې او بادرنګ په ګډون دميوو په توليد کې هم دهېواد په کچه لومړي مقام لري .