فرهنګ

دبدخشان دوګړني شاعر دشخصيت دفاتحې مراسم پرځاى شول

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دبدخشان ولايت دوګړني شاعر او شخصيت  ارواښاد عبدالواحد رشته  دفاتحې مراسمو نن دارواښاد دکورنۍ اوداطلاعاتو اوفرهنګ دوزارت اوپه کابل کې دميشتو بدخشانيانو له خوا پرځاى شول.
دباختراژانس دخبرله مخې په هغو مراسمو کې چې ددريم مکروريان دابوبکر صديق په جامع جومات کې  پرځاى شوي و دکابينې يوشمير وزيرانو، دپارلمان يوشمير غړو ، دجمهوررييس فرهنګي سلاکار  ، شاعرانو ، ليکوالو اودارواښاد  دوستانو اومينه والو  پکې ګډون کړي وو.
عبدالواحد رشته دبدخشان ولايت ټولنيز شخصيت  ، شاعر او ليکوال  پنځه نوي کاله مخکې په فيض اباد ښارکې وزيږيد .
ده دخپل ژوند په اوږدو کې  په فرهنګي اوټولنيزو برخو کې  ښه خدمتونه ترسره کړل ،  درشته شعرونه پنځه  څلويښتو زرو بيتونو ته رسيږي  .
ارواښاد د افغانستان دسولې  دعالي شوار غړى هم و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته