سیاست

د وزيرا نو شورا نو بتي غونډه جوړه شوه

کابلباختر د وري ١٤

د وزيرانو شورا نو بتي غونډه نن د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهرو رئيس حا مد کرزي په مشري د جمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه

باختراژانس ته د چارو دادارې اود وزيرا نو شوراددارالانشا دلوى رياست دمعلو ما تو له مخې : په پيل کې د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس د خپل هغه وروستي سفر دنتيجو په باب چې د تاجکستان جمهوريت د جمهور رئيس په بلنه د نوروز په نړيوال جشن کې دګډون په مقصد چې په ١٣٨٨ کال کې د ملګرو ملتو دسازمان دعمومي ټولنې له خوا دنړيوال جشن په تو ګه ومنل شو اود سيمه ييزو اقتصادى همکاريو په غونډه کې د ګډون لپاره د تا جکستان مرکز دوشنبې ښا ر ته تللى وو، غونډې ته معلو مات وړا ندى کړل او څرګنده يې کړه چې دسيمې د هيوادونو په مشرانو سربيره دسيمې د هيوادونو د اقتصادى همکاريو په پنځم کنفرانس کې د نړۍ دڅلويشتو هيوادونو استا زو هم ګډون کړى و

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس زيا ته کړه چې د نوروز د جشن په نمانځلو کې دسيمې د هيوادونو مشرانو وړانديز وکړ چې د١٣٩٣ هجري لمريز کال چې له ٢٠١٤ ميلادي کال سره سمون خوري دنوروز نړيوال جشن دې په کا بل کې و نمانځل شي

د وزيرا نو شورا ددغه جشن لپار ه د لا زيات پرتمين تياري په مقصد دماليې اود ښار جوړ ولو د چارو وزيران ، کا بل ښاروال اود چارو دادارې اود وزيرا نو شورا ددارالانشا لوى رياست موظف کړل چې د١٣٩٣ کال دنوروز دجشن د پرتمينې نمانځنې منظم پلان د نمانځنې دځاى ، تفريحى پروګرامونو ، دنندارتونونو د جوړولو ، دوديزو نمايشاتو ،دلرغونو ودانيو د احيا کولو اود نورو خدمتونو د وړا ندى کولو په پام کې نيولو سره برا بر اود وزيرا نو شورا راتلونکى غونډې ته يې وړا ندى کړي

ورپسې دقلعه مراد بيک _ جبل السراج په لاره کې د وسايطو دتګ راتګ د  زياتو الى او په دې لاره کې د زيا تو ترافيکي پيښو په اړوند د جمهوري رياست دلو مړى مرستيال له وړانديز سره سم د فوايد عا مې وزارت موظف کړاي شو چې د قلعه مرادبيک _ جبل السراج د دويم سړ ک دجوړولو کار دې ډير ژر پيل کړي

د وزيرانو شورا د ١٣٩٠ کال د کب د مياشتې د١٥ نيټې د ٤٨ ګڼه مصو بې په دويمې فقرې باندې په ټينګار سره د ملي دفاع وزيرمو ظف کړ چې دفوايد عا مې له وزارت سره په هراړخيزې همکاري کې دسالنګ له لويې لارې څخه د ناتو داکمالا تي کتارونو د تيريدو دلازيات سمون او انتظام په اړوند هلې ځلې و کړي او ددغو کتارو نو د تګ را تګ منظم پروګرام دى له نا تو سره په تفاهم کې برا بر کړي اود کورنيو چارو و زار ت دى هغه عملى کړي ، دزيا تو اسانتياو د برابرولو په مقصد دى د فوايد عا مې وزارت دناتو د ا کمالاتي ګتارو نو لپاره د سالنګ د لو يې لارې په دوو تګلورو کې ټا کلى پارکينګو نه جوړ او په بنسټيز ډول ددغې ستو نزې دلري کولو لپاره دى د ملي دفاع وزارت  دې دنا تو له لوري سره د هغوى په ما لى مرسته دشيبر د لويې لارې د بيا جوړولو کار بشپړ  اود فوايد عا مې وزارت دې ددغې لويې لارې په بيا جوړولو اقدام و کړي

وروسته د وزيرا نو شورا د ملي دفاع وزارت موظف کړچې دسردار محمدداود خان رو غتون د زړه د جرا حى دسرويس دفعالولو په خا طر ديو اعشاريه پنځو مليونوډالرو په ارزښت ددغه وزارت له بودجې څخه د اړتيا وړ  طبي سا مان الا ت ،لوا زم او تجهيزات ډير ژر وپيري اود نتيجې پخ باب دې د جمهوري رياست مقام ته رپوټو وړا ندى کړي

له اجندا سره سم د لوړو زده کړو وزير د هيواد په مرکز او ولايتو نو کې د کانکور دازموينو دبرخه والو دشکايتو نو په اړوند غونډې ته مفصل معلو مات وړا ندى کړل اوڅرګنده يې کړه چې دکانکور دازموينو بهيرپه بشپړه  توګه په شفافه فضا کې د اړوندو ارګانونو د هيئتو نو په ګډون دموظفي کميټې په واسطه پړاونه بشپړ شوي دي چې دکانکور په ازموينه کې ديوسلو پنځه څلويشتو زرو اووه سوه پنځه اويا تنو برخه والو له جملې څخه ، نهه ديرش زره اته سوه پنځوس تنه بريالى شوي دي چې د کانکور دازموينو د بي نتيجې برخه والو په جذبولو سره چې لوړې نمرې لري دهيواد دمرکز او ولايتو نو په پوهنتونونو کې د محصلا نو دجذب کچه له موجودو تجهيزا تو او ظرفيت سره سم ، څلويشتو زرو تنو ته رسيږي

 لکه څنګه چې دحبيبې ، ا ما ني ،الفتح ،عبدالرحيم شهيد ،غلام حيدرخان اوداريا نا د عالى ليسو فارغا ن دلوړو زده کړو په مو سسو کې ددغو ليسو دفارغا نو د زيا تې فيصدى دجذب په نسبت د مرکز دليسو په سر کې ځاى لري

ده دکانکور دازموينو دستونزو په اړوند چې يو زيات شمير برخه وال دلوړو نمرو په ترلاسه کولو سره بي نتيجې پا تې شوي دي وويل چې دغه ستونزې په هغو پوهنځيو کې د برخه والو د ناسم انتخاب زيږنده دى چې دلوړو نمرو معيار لري ځکه ددوى نمرې له معياري نمرو سره سمون نه دى خوړلى او بي نتيجې پا تې دي لکه څنګه چې په دې بهير کې له دري سوه نمرو څخه پورته څلورتنه او له ٢٩٠ نمرو څخه پورته يوسلو څلور اتيا تنه ، له دوه سوه پنځه اتيا نمرو څخه پورته څلور سوه شپږ څلويشت تنه او له دوه سوه اتيا نمرو څخه پورته اته سوه پنځه ويشت تنه ، له دوه سوه اويا نمرو څخه پورته دوه زره شپږ ديرش تنه ، له دوه سوه شپيتو نمرو څخه پورته ديرش زره اووه سوه درې تنه او له دوه سوه پنځوسو نمرو څخه پورته پنځه زره اووه سوه دوه څلويشت تنه بي نتيجې پا تې شوي دي

 دلوړو زده کړو وزير  د کانکور دهغو برخه والو د جذب په اړوند چې دلوړو نمرو په تر لاسه کولو سره بي نتيجې پا تې دي وويل چې دپوهنتونونو له موجود ظرفيت سره سم ، هغه داوطلبان چې د کانکور په ازموينه کې يې دوه سوه نوي نمرې اويا له دې څخه لوړې تر لاسه کړى دي له وضع شويو معيارو نو سره سم چې نمرې يې سمون خو ري د اړوندو ولايتو نو اويا دګاونډيو ولايتونو د لوړو زده کړو د مو سسو په پو هنځيو کې معرفي کيږي او له دوه سوه نوي څخه کښته نمرې د پو هنې وزارت د نيمه لوړو زده کړو مو سسو ته چې له شپيتو زروتنو څخه د زيات جذب ظر فت لري ، معر في کيږي

 په همدې ترتيب د لوړو زده کړ و وزير د بي نتيجې ښځينه قشر د جذب په اړوند وويل چې د بادغيس .،باميانو ، پکتيا ، پنجشير ، خوست ،دايکنډي ، زابل ، سرپل، غور،فراه ،نيمروز ، کندهار ، هلمند ، کونړ ،لغمان ، ننګر هار ، لو ګر ، ميدان وردګو اود نورستان د ولايتو نو بي نتيجې داوطلبانو ته دپنځلسو نمرو په زيا توالى سره چې دهغو دښځينه قشر د کانکور برخه والو له سلو تنو څخه ښکته پوهنتونونو اودلوړو زده کړو مو سسو ته لاره موندلې ده ، ددغوولايتو نو دښځينه قشر بي نتيجې داوطلبان هم د نمرو له معيار سره سم د اړوندو ولايتونو او يا دهغو دګاونډيو ولايتونو په پوهنځيو کې جذبيږي

دغه را ز دلوړو  زده کړو وزير څرګنده کړه چې اړوندو ولايتو نو ته د نا امنو ولايتو نو د ښځينه قشر بدلون تر سره کيږي اود نورو نويوشاملو محصلا نو د بدلون په اړوند د لوړو زده کړو وزارت دبدلونونو لايحه په بشپړه تو ګه صرا حت لري

 ده زيا ته کړه په هغه صورت کې چې د کانکور دازموينو برخه وال په خپلو تر لاسه شويو نمرو قناعت ونه لري دروان کال دثور دمياشتې له ١٥ نيټې څخه مخکې چې د١٣٩١ کال لپاره د کانکور دازموينو دڅيړنې بهير پاى ته رسيږي ، د روان کال د وري د مياشتې تر١٧ نيټې پورې دې دشکايتونو د اوريدو د کميسيون فورمي تر لاسه کړي اود خپلو شکايتو نو له ليکلو وروسته دې دڅيړنې په مقصد دغه کميسيون ته وسپاري

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو معين د کانکور دبرخه والو د هغو غيرموجه او بي ځايه شکايتو نو په باب چې ددوى د نظر وړ پوهنځيو د  ناسم انتخا ب زيږنده دي ، هم غونډې ته معلو ما ت ورکړل

د وزيرا نو شورا د لوړو زده کړو د وزير درپوټ اود کانکور دازموينو دشفاف بهير د تا ييدولو په ترڅ کې ددولسمو ټولګيو دفارغا نو ورځ په ورځ زيا تيدو نکى ودې اود لوړو اونيمه لوړو زده کړو دمو سسو اود  ښوونځيو د اوسنيو ظرفيتونو په پا م کې نيولو سره د لوړو زد ه کړو اودپو هنې وزارتونه مو ظف کړل چې د پو هنې اود لوړو زده کړو دريفورم هر اړخيزه طرحه دې د کانکور دازموينو د اخيستلو له طرز العمل سره جوخت د هيواد د ښوونې او روزنې په سيستم کې برا بره اود وزيرا نو شورا را تلو نکو غونډو ته د ې وړا ندى کړي

 په همدې تر تيب دکورنيو چارو وزارت موظف کړاي شو چې دلوړو زده کړو وزارت په همکاري دى دلوړو زده کړو د مو سسو او پو هنتونونو په تيره بيا د ننګر هار پوهنتون دغصب شويو ځمکو په استر داد کې جدي اقدام و کړى

دغه را ز د  وزيرا نو شورا د را جستر شويو لوړو زده کړو د مو سسوتروروستي څيړنې پوري د نويو خصوصي لوړو زده کړو مو سسو ته د جواز د ورکولو دپړا ونو دبشپړولو دځنډولو په اړوند د لوړو زده کړو د وزير وړانديز تصويب کړ

داجندا په بله برخه کې د عدليې وزير داستملاک د  نوى قا نون د طرحې په اړ وند غونډې ته مفصل معلو ما ت  وړا ندى کړل

 د وزيرا نو شورا د عد ليې وزارت موظف کړ چې داستملاک د نوي قا نون طرحه دښار جوړولو د چارو ، کر نې او او بو لګولو ، کانونو ، فوايد عا مې ، اقتصاد ، پو هنې اود انر ژي او اوبو د وزيرا نو اود کابل ښاروال په ګډون يو ځل بيا د قوا نينو له کميټې سره طرحه کړى او وروستۍ اوموافقه شوي طرحه دى دقوا نينو د کميټې له تاييد وروسته د وزيرا نو شورا ته وړا ندى کړي

دغونډې دکار په دوام د نشه يي تو کو پرخلاف دمبارزې د چارو وزير دهلمند ، فراه ، ارزګان اوهلمند په ولايتونو کې د خورا کى زون د پرو ګرام طرحه غونډې ته وړا ندى کړه اوڅرګنده يې کړه چې دغه طرحه په څلورو برخو کې په دغو ولايتو نو کې دکوکنارو دکرکيلي د کمښت په لاره کې برا بره شوې ده چې دعا مه پو ها وي دپراخ کمپاين تر سره کول،د کو کنارو دکرکيلي د کمښت لپاره د بز ګرا نو دپيا وړ تيا په لاره کې د بديل ژوندا نه مر ستې ، په خورا کي تو کو دلاس بري په لاره کې دډول ډول بهيرو نو رامنځته کول ، د کو کنارو د کرکيلي د له منځه وړلو په ګډون دقا نون تنفيذ پيا وړ تيا او نيشه يي توکو ته دغوښتنې د کمښت دپراخ پرو ګرام عملى کول دي چې ددغو ولايتو نو له واليانو اوولسوالا نو سره په تفاهم کې دهغو له موجود و شرايطو سره سم برا بره شوې ده

 د وزيرا نو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته په دغو ولايتو نو کې د خورا کي زون د پرو ګرام طرحه تاييد کړه او د نيشه يي تو کو پرخلاف دمبا رزې د چارو وزارت يې د هغې په تطبيقولو مو ظف کړ

دغونډې په پاى کې دکابل په چهار اسيا ب کې د ارواښاد سردارعبدالولى د وارثا نو د يوديرش اعشاريه دري پنځوس جريبه  اضافه جريبي ځمکې دبيو ټا کنه اودارواښاد په وارثانو د هغې پلورنه د کر نې او او بولګولو د وزير له خوا غونډې ته طرحه شوه چې د تاييد وړ ونه ګر ځيده

د وزيرا نو شورا د کرنې او اوبولګولو وزارت مو ظف کړ چې دارواښاد سردارعبدالولى د وارثا نو اضافه جريبي ځمکې چې دشرعى قبالې له محدودې څخه بهر دي د ښوونځى اود ښوونکو د ښارګوټى د جوړولو لپاره دپو هنې وزارت ته وليږد وي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته